د لوړو زده کړو وزارت وایي، چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون څخه د ۴۵۰ تنو فارغانو د فراغت او دوه زره او۳۰۰ تنو نویو شامل شویو محصلینو د ښه راغلاست غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي او مالي او اداري چارو مرستیالانو، اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال، د مرکزي پوهنتونونو رسیسانو، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مسولینو او منسوبینو د ۱۴۰۴ کال فارغو محصلینو او د هغوی د کورنیو غړو او یاد پوهنتون کې نویو شامل شویو محصلینو ګډون کړی و.
په غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال شیخ ضیا الرحمن الاریوبي فارغو محصلینو ته د مبارکۍ ترڅنګ، ویلي، دا د ویاړ ځای دی، چې د افغانستان اسلامي امارت تر چتر لاندې د ځوانانو سالمه روزنه کېږي او موږ یې نن د فراغت شاهدان یو.
نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت په زیاتو هغو اقتصادي، تحصیلي، اداري او نورو برخو کارونه پیل کړي، چې پخوا د خلکو یو ارمان او خیال و؛ په دې برخه کې لوړو زده کړو وزارت په ځانګړي ډول د ځوانانو روزنې ته په بشپړ ډول ژمن دی او په همدې موخه یې په کور دننه د ځوانانو روزنې په موخه د لېسانس، ماسټري او دوکتورا برنامې ورته رامنځته کړې دي.
همدارنګه، د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حافظ محمد حامد حسیب هم فارغو او نویو شامل شویو محصلینو ته د مبارکۍ او ښه راغلاست ترڅنګ، له فارغو محصلینو غوښتي، چې د علم لار وڅاري او د ماسټري او دوکتورا تر کچې زده کړې وکړي.
نوموړي دوی ته په خطاب کې ویلي، چې افغانستان تاسو ته اړتیا لري او د خپل علم له لارې ورته صادقانه خدمت وکړئ.

