د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بیکدلي سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اقتصادي اړیکو د پراختیا، متقابل باور، د سیمې مسایلو او د افغانستان او ایران ترمنځ د غوره همغږۍ په اړه خبرې کړي.
ملا نورالله نوري د افغانستان او ایران اړیکي تاریخي بللي او له ښاغلي بیکدلي یې غوښتي، چې په ایران کې له مېشتو افغانان سره باید د اسلامي او نړیوالو نورمونو په چوکاټ کې چلند وشي.
ورته مهال د ایران سفیر وویل، هېواد یې هڅه کوي، چې له افغانستان سره په اقتصادي، سیاسي او دوستانه برخو کې خپلې اړیکې له پخوا پراخې کړي.
نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې مهمې بللې او له افغانستان سره یې د دوامداره همکارۍ ژمنه کړې ده.

