ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 56

د سرحدونو، قومونو او قبايلو وزير سرپل ته سفر کړی

د سرپل ولایت مقام د رسنیو دفتر ویلي، چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري یاد ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي ملا احمدشاه دین‌دوست سره لیدنه کړې ده.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د قومونو  ترمنځ د یووالي او همغږۍ پر لا پياړتیا خبرې کړې دي.

د یادولو وړ ده، چې ښاغلي نوري تر دې وړاندې جوزجان ولایت ته هم سفر کړی و.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې سیسټمونه عصري کېږي

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د وري میاشتې په ۲۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، چې دې غونډې ته د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د کاري ظرفیت لوړوالي او د شته سیسټمونو د عصري کولو پروپوزل د بحث لپاره وړاندې شو.

یاد معاونیت زیاته کړې، چې له هراړخیزې ارزونې وروسته یاد پروپوزل د تایید وړ وبلل شو او د نهايي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته وړاندې شو.

اقتصادي معاونیت په وینا: د یاد پروپوزل د تطبیق لپاره یو کال وخت او شاوخوا یو میلیارد افغانۍ بودیجه په پام کې نیول شوې، چې هېوادوالو ته به د خدماتو وړاندې کولو پروسه چټکه او شفافیت به ورسره رامنځته شي.

 همداراز په دې غونډه کې د هېواد د ټولو بندرونو لپاره د ماسټر پلان د جوړولو پر اړتیا او ارزښت هم خبرې وشوې.

د کور او ښار جوړولو وزارت مسوولینو وویل، د اسلام کلا، نیمروز، تورغونډۍ او ابو نصر فراهي بندرونو لپاره د ماسټر پلانونو پر جوړولو کار روان دی، چې په ټاکلي وخت به بشپړ شي.

بلخوا د تخنیکي کمېټې له لوري یاد وزارت ته سپارښتنه وشوه، چې د هېواد د نورو بندرونو لپاره دې هم ورته ماسټر پلانونه جوړ او د نهايي تصمیم نیونې په موخه دې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

د احصايې او معلوماتو ملي اداره: تېر کال نیمروز کې څه‌باندې ۳۰ زره د تابعیت پېژندپاڼې وېشل شوي

احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د نیمروز ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۴ لمريز کال کې په ټوليز ډول ۳۰ زره او ۶۴۴ د تابعیت پېژندپاڼې وېشلې چې ۲۳ زره او ۸۲۲ برېښنایي او ۶ زره او ۸۲۲ یې کاغذي پېژندپاڼې دي.

یادې ادارې زیاته کړې، همدارنګه ۳ زره او ۱۰ کسانو ته د ژوند پېښو (زېږون کارتونه، د مړینې پارچې، د ودونو او طلاق) د ثبت خدمتونه او تر څنګ یې ۲ زره او ۳۶۸ ته د تابعیت تذکرو اصلاحي خدمتونه وړاندې شوي دي.

د نیمروز ولايت د احصايې او معلوماتو رییس مولوي عبدالکریم یوسف وايي، چې په دې ولایت کې د برېښنایي پېژندپاڼو دوې وېش څانګې فعالې دي، چې یوه یې په مرکز او دویمه هغه یې دلارام ولسوالۍ کې موقعیت لري.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې وېش څانګو کې د نویو الکترونیکي پېژندپاڼو پر وېش سربېره تر وېش وروسته (د مثنی پېژندپاڼې وېش، پېژندپاڼې نوې‌کول، اصلاحات، د زېږونونو، ودونو، طلاق او د کورنۍ د پاتې غړو ثبت) خدمتونه هم مراجعینو ته وړاندې کېږي.

له بل لوري یاد ریاست په تېر ۱۴۰۴ کال کې په احصايوي برخو کې د ۵۰۰ معیاري فورمو له لارې ټولنیز او اقتصادي ارقام او معلومات راټول او له ادارې سره یې شریک کړي دي.

د هرات والي او ازبیک پلاوي د سوداګریزو او ترانزیټي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د اوزبیکستان د اندیجان ولایت والي شهرت رحمانوف او د دغه هېواد یو شمېر سوداګرو د هرات له والي شیخ مولانا اسلام‌جار سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د هرات او اوزببکستان ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پر پیاوړتیا، د لویو لارو او اوسپنې پټلۍ د پراختیا، په هرات کې د اوزبیکستان د تولیداتو لپاره د دایمي نندارتون او د ګډې سوداګرۍ خونې د جوړېدو په اړه خبرې وشوې.

د هرات والي د دوه‌اړخیزو اقتصادي اړیکو پر پراختیا او ګډو پانګونو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې له اوزبیکستان څخه د خوراکي توکو، غوړو، سمنټو او ساختماني موادو واردات مهم دي.

 نوموړي همداراز اوزبیکستان ته د هرات د مرمرو ډبرو د صادراتو یادونه وکړه.

نوموړي له ازبیک سوداګرو وغوښتل، چې په هرات کې د ګډو پانګونو لپاره ګامونه واخلي او ډاډ یې ورکړ، چې سیمه‌ییزه اداره به د اړینو اسانتیاوو په برابرولو کې هر ډول همکاري وکړي.

بل‌خوا، ازبیک پلاوي په هرات کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا پر اړتیا یې ټینګار وکړ.

دغه‌راز دواړو لوریو د اوزبیکستان په اندیجان ولایت کې د ګډ نندارتون د جوړېدو هوکړه وکړه.

دا په داسې حال کې ده، چې د اوزبیکستان د تولیداتو نندارتون نن په رسمي ډول په هرات کې پرانیستل شو او تمه ده، چې په نږدې راتلونکي کې به د افغان-ازبک ګډه سوداګریز خونه هم په دې ولایت کې جوړه شي.

ملا نورالله نوري: ټولنیز عدالت د یوه باثباته نظام بنسټ دی


د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د جوزجان ولایت ته د خپل سفر پر مهال د یاد ولایت له والي مولوي عبدالله سرحدي سره لیدنه او خبرې کړې دي.

ملا نورالله نوري په دې لیدنه کې ویلي، چې د یوه ښه او باثباته نظام بنسټ د ټولنیز عدالت تأمین او د عادلانه خدماتو وړاندې کول دي.

نوموړي زیاته کړې، چې هر ډول قومي توپیرونه او تعصبي چلندونه، چې له شخصي ګټو سره مل وي، د نظام او حکومت د کمزورتیا لامل ګرځي.

د هغه په وینا، اوس وخت رارسېدلی چې هر مسوول خپله دنده درک کړي او د ملي ګټو او د افغانانو د سوکالۍ لپاره، له هر ډول قومي توپیر پرته، لا زیاتې هڅې وکړي.

ښاغلي نوري ټینګار کړی، چې افغانستان نن تر بل هر وخت زیات د یو بل منلو ته اړتیا لري.

بل‌خوا، د جوزجان والي ویلي، چې په دې ولایت کې ټول قومونه په ورورولۍ سره یو ځای ژوند کوي او سیمه‌ییزه اداره ټولو قومونو ته یو شان خدمات وړاندې کوي.

هلمند کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ۱۷ مه ګڼه فرمان د لا ښه پلي کېدو په موخه لویه ولسي غونډه وشوه

هلمند کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري د امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان د ښه تطبیق کولو په موخه ستره ولسي غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي، د هلمند والي مولوي امان الدین منصور، د امارتي ادارو مسولینو، علماء کرامو، استادانو، قومي مشرانو، لیکوالانو، د رسنیو مسولینو او ځوانانو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د هلمند اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمر مولوي حیات الله یوسف ویلي؛ دا غونډه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت په نوښت د هلمند اطلاعاتو او کلتور ریاست په همکارۍ جوړه شوې ده،چې د دې غونډې موخه یاد فرمان د ټولنې د هر وګړي تر غوږونو رسول دي.

د هلمند پوهنتون رییس ابو احمد ویلي؛ اطاعت د ټولنې د پر مختګ لپاره یو مهم جزء دی، نو د ټولو هېوادوالو لپاره لازمه ده، چې د خپل امیر اطاعت وکړي او د اسلامي شریعت په رڼا کې ژوند وکړي،.

نوموړي زیاته کړې، د امیرالمومنین (حفظه الله) ټول فرامین د اسلامي شریعت په رڼا کې وړاندې شوي دي، هیڅ یو داسې فرمان نشته، چې خدای مکړه د اسلامي شریعت خلاف وي، بلکې ټول د اسلامي شریعت او حنفي فقهې مطابق جوړ شوي دي، په دې فرمان کې د ناسمو رواجونو د مخنیوي، د سالمې ټولنې جوړول، د اسلامي شریعت په رڼا کې د نکاح کول، د یتیم مال نه خوړل، د انجلۍ له خوښۍ پرته په نکاح نه ورکول، په خوشحالیو کې د اضافي لګښتونو مخنیوی، په خوښیو کې ډزې نه کول، د دولتي وسایلو څخه شخصي ګټه نه اخیستل او داسي نورو موضوعاتو په اړه بحثونه شوي دي.

دغه‌راز ښاغلي ابو احمد له ګډونوالو څخه غوښتي، چې په پوره توګه د دې فرمان رعایت وکړي او د ټولنې تر هر وګړي ته یې ورسوي، تر څو زموږ ټولنه نور د ناوړه رواجونو قرباني نه شي او نه هم د بدو رواجونو له امله پر کوم چا ظلم ونشي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مولوي حیات‌الله مهاجر فراهي ویلي؛ باید ټول نظامي او ملکي مسولين د دې فرمان په ښه تطبيق کې هڅه وکړي او د تطبيق ساحه يې پراخه کړي، ځکه دا فرمان لومړی مسولينو ته راجع دی، چې لومړی بايد خپله پرې عمل وکړي او بيا يې پر نورو باندې د تطبيق په اړه لاس په کار شو، وروسته بيا د مساجدو امامان، قومي مخور آن د ټولنې هر فرد په دې مسول دی، چې د دې فرمان په تطبيق کې هڅه وکړي.

نوموړي زياته کړې؛ لیکوالان او شاعران هم اړ دي، چې د دې فرمان په تړاو خپل مسوليت په کتابونو، مجلو او شعرونو کې اداء کړي او همدارنګه د رسنيو مسولين هم بايد په خپله برخه کې د فرمان په تطبيق کې کار وکړي، ځکه رسنۍ په دې برخه کې خورا اغېزمنې تماميږي، ځکه په اوسني وخت کې رسنۍ د ټولنې ژبه ده او هر کس ورته مستقيم لاسرسی لري.

دغه‌راز په غونډه کې یو تن قومي مخور عبدالسلام خان اکا ویلي؛ دا فرمان زموږ لپاره زیات ګټور دی، ځکه چې موږ تل د ناوړه رواجونو قرباني شوي یو، موږ به د دې فرمان په تطبیق کې پوره همکاري وکړو او د ټولنې تر هر فرد به يې ورسوو.

ورته مهال د غونډې نورو ويناوالو هم د امير المؤمنین (حفظه الله) یاد فرمان د ټولنې په ګټه ياد کړ او د تطبیق په برخه کې يې د هر راز همکاریو ډاډ څرګند کړ.

د امریکا له لوري د ایران پر بندرونو سمندري محاصره پیل شوه


د ټاکل شوي ضرب‌الاجل له مخې، د امریکا له لوري د ایران پر بندرونو د تېرېدونکو بېړیو سمندري محاصره پیل شوې ده.

ورته مهال د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی، چې د محاصرې په محدوده کې به هره ایراني کښتۍ به په نښه او له منځه یووړل شي.

دغه‌راز د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ناټو متحدینو اعلان کړی، چې د ایران د بندرونو د کلابندۍ لپاره د امریکا په وړاندیز شوې طرحه کې ګډون نه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې ایران هم خبرداری ورکړی، که د دې هېواد د بندرونو امنیت ته ګواښ پېښ شي، نو په خلیج فارس او د عمان په سمندر کې به هېڅ بندر خوندي پاتې نه شي.

راشدخان د نړیوال کرېکټ ټولنې مشورتي بورد غړی شو

د افغانستان او نړۍ مشهور کرېکټ ستوری راشد خان د نړیوالو کرېکټ لوبغاړو د ټولنې (World Cricket Association) د مشورتي بورډ د نوي غړي په توګه ټاکل شوی دی.

یادې ټولنې د خپل مشورتي بورډ په جوړښت کې د وروستیو بدلونونو اعلان کړی او ټینګار یې کړی، چې په نړیوال کرېکټ کې به د مهمو پرېکړو په کولو کې د لوبغاړو رول نور هم پیاوړی شي.

د یادونې وړ ده، د لوبغاړو مشورتي بورډ په ۲۰۱۸ میلادي کال کې جوړ شوی، چې د نړۍ د کرېکټ له ۱۷ مخکښو هېوادونو څخه د لوبغاړو د نظرونو په انعکاس کې مهم رول لري او د نړیوالو سیالیو د پلان جوړونې، د نړیوال کرېکټ شورا د سیالیو او د لوبغاړو د حقونو په څېر موضوعات تر څېړنې لاندې نیسي.

د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختيا په اړه خبرې شوي

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د اوزبېکستان اندیجان له والي شهرت‌بېک عبدالرحمنوف د دواړو هېوادو اړتیاوو پوره کولو، د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا، د پانګونې جذبولو او د راکړې ورکړې کچې زیاتوالي په اړه خبرې کړي.

په دې لیدنه کې د خوراکي او نطفه لرونکو چرګو هګیو تولید پانګونې، په افغانستان کې د سمنټوتولید، د مالوچو پروسس، د اوزبېکستان د چرمي بوټونو او د دواړو لوریو ترمنځ د لږ تر لږه په ورځ کې د زر موټرو تګ راتګ په اړه خبري شوي.

والي اندیجان په بابر بڼ کې د کتابتون جوړولو، د کابل ـ اندیجان مستقیمو الوتنو، او د فرهنګ په برخه کې ګډې همکارۍ وړاندیز وکړ، نوموړي د صنعت او سوداګرۍ وزیر ته د اندیجان د سفر بلنه هم ورکړې.

امریکا او ايران ښايي د راتلونکې پنجشنبې پر ورځ دویم پړاو مذاکرات ترسره کړي

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د یو شمېر باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې ښایي ایران او امریکا د دوه اونیو اوربند له پای ته رسېدو وړاندې د خبرو اترو دویم پړاو ترسره کړي.

د راپور له مخې، تراوسه د دې پړاو خبرو کره وخت او ځای نه دی ټاکل شوی، خو ښایي اسلام‌اباد او یا جینوا د راتلونکې پنجشنبې پر ورځ د دغو خبرو کوربتوب وکړي.