ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 993

د ټولګټو وزير او د قزاقستان سفیر لیدنه؛ د خواف-هرات د اوسپنیزې کرښې پر پراختیا خبرې شوي

د ټولګټو وزارت وايي؛ ملا محمد عیسی ثاني کابل کې د قزاقستان له سفير عليم خان يسين ګيلدييف سره د يو شمير مهمو مسايلو په تړاو په خپل کاري دفتر کې ليدنه کړې.

د دې لیدنې په پيل کې د ټولګټو وزیر نوموړي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي؛ خوښ یم چې قزاقستان د افغانستان يو له مهمو اقتصادي او سوداګریزو همکارانو څخه دی.

 دواړو لوريو د افغانستان د اوسپنې پټلۍ په ځانګړي ډول د خواف-هرات د څلورمې قطعې د ۴۷ کيلومتره لومړۍ برخې اوسپنيزې کرښې د پراختيا په تړاو هر اړخیزې خبرې کړي، ترڅو له دې لارې د افغانستان د صادراتي توکو کچه لوړه شي او اهميت ته په کتو د افغانستان او قزاقستان ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لا پراخې شي.

 د قزاقستان سفير ډاډ ورکړی، چې قزاقستاني شرکتونه د افغانستان د اقتصادي پرمختګ په برخه کې پانګونې ته چمتو دي.

 د ټولګټو وزیر د قزاقستان سفير ته ډاډ ورکړی، چې اوسمهال په افغانستان کې په بشپړ ډول امنيت ټینګ دی او پانګونې ته ښه زمینه  برابره ده، نو قزاقستان بايد له دې زمینې څخه په ګټې اخيستنې قزاقستاني سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د دوشنبې ورځ، د ۲۹/۲/۱۴۴۶ هـ ق نېټه چې ۱۲/۶/۱۴۰۳ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۱۶کورنۍ هېواد ته راستانې او د نوموړو کورنیو ۸۵ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۱۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۰تنه و، ننګرهار او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۴۹ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۴ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۱۸۶ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۷۲ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۲۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳۲ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۸ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۲۱۴ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۳۳۴ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۰۰ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۳۴۳ تنه کډوالو  ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې او کمپلې کډوالو  ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۸۰ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۱۰۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۹۹ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۱۴۱۷مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۸۳ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۵۷۸ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۱۰۸ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی.

یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۶۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۴۹ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۳۶ کورنیو سره ټولې ۱۰ میلیونه او څلور زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:              ۳۲۰ کورنۍ او ۹۶۵ وګړي

لېږدول شوي کډوال:          ۱۱ کورنۍ او ۴۰ وګړي

مرسته شوي کډوال:           ۲۷۱ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:     ۲۶۰ عدده

د روسیې ولسمشر مغولستان ته سفر کړی

کرملین ماڼۍ ویلي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین مغولستان ته سفر کړی.

ټاکل شوې چې نوموړی به نن سې‌شنبه د مغولستان له ولسمشر اوخنا خورلسوخ سره لیدنه او په دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.

دا د پوتین لومړنی رسمي سفر دی، چې د جرمونو نړیوالې محکمې غړي هېواد ته ځي.

د جرمونو نړیوالې محکمې نږدې ۱۸ میاشتې وړاندې اوکراین کې د دوی له قوله د “جنګي جنایاتو” په تور د روسیې د ولسمشر د نیولو حکم صادر کړ.

له دې سره هم‌مهاله اوکراین له مغولستان څخه غوښتي، تر څو پوتین ونیسي او لاهه نړیوالې محکمې ته یې وسپاري.

مغولستان د چین او روسیې تر منځ پروت کم‌نفوسه هېواد دی، چې د سون توکو او برېښنا له اړخه په روسیه او د کانونو په برخه کې د پانګونې له اړخه په چین پورې تړلی ګڼل کېږي.

برېتانیا، اسرائیلو ته د ۳۰ ډوله وسلو او تجهیزاتو په صادراتو بندیز لګولی

د یو شمېر نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې برېتانیا، اسرائیلو ته د ۳۰ بېلابېل ډوله وسلو او تجهیزاتو په صادراتو او پلور بندیز لګولی.

د برېټانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ لامي په دې تړاو ويلي؛ دا يو “څرګند ګواښ” دی، چې ښايي دغه وسلې او تجهيزات له نړيوالو قوانینو جدي سرغړونو کې وکارول شي.

نوموړي زیاته کړې، چې هېواد به یې اسرائیلو ته له ۳۵۰ ډوله وسلو څخه د ۳۰ جوازونه وځنډوي.

د راپورونو له مخې په دې وسلو او تجهیزاتو کې د جنګي الوتکو، چورلکو او ډرون الوتکو پرزې هم شاملې دي.

ځینې اسرائیلي چارواکو د برېتانیا دا پرېکړه نهیلي کوونکې ګڼلې ده.

د پوهنې وزیر د ښوونیز وضعیت ارزونې په موخه میدان وردګ ولایت ته سفر کړی

پوهنې وزارت وايي؛ مولوي حبیب الله اغا د یو شمېر کارپوهانو په ملتیا، د ښوونیز وضعیت ارزونې په موخه، میدان وردګ ولایت ته رسمي سفر کړی.

په پیل کې د پوهنې وزیر د میدان وردګ له پوهنې رییس او مشرتابه سره تر لیدنې او یاد ولایت ته د خپل سفر د موخو له بیانولو وروسته، په هغه غونډه کې ګډون کړی، چې پکې د پوهنې ریاست مسولینو، امرینو، مدیرانو او ښوونکو ګډون کړی وو.

همدارنګه د میدان وردګ ولایت پوهنې رییس مولوي محمد عثمان حریت، د پوهنې وزیر او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ویلی او د پوهنې ریاست د کړنو او لاسته راوړنو راپور یې ورسره شریک کړی دی.

ورپسې د پوهنې وزیر د یاد ولایت جلریز ولسوالۍ ته تللی او هلته یې د نعمانیه او سلمان فارسي له دارالعلومونو څخه د لیدنې ترڅنګ، د دې ولایت او بي بي عایشه صدیقه رضی الله عنها ښوونځيو څخه لیدنه کړې او همداراز یې د یو ښوونیز بنسټ احاطوي دېوال چې درې میلیونه او ۵۰۰ زره  افغانۍ لګښت پرې راغلی و، پرانیست.

دغه راز نوموړي د جلریز ولسوالۍ په ذیولایت لېسه کې د پوهنې سیمه ییزو مسولینو او زده کوونکو ته ویلي، پوهنې وزارت د دیني علومو ترڅنګ د عصري علومو کیفیت او پراختیا ته هم جدي پاملرنه کوي.

د پوهنې وزیر د ښوونیز بنسټونو زده کوونکو ته په خطاب کې زیاته کړې، تاسو د هېواد د راتلونکي معماران یاست، دا هېواد په تاسې جوړېږي، په تاسو لازمه ده، چې مسول واوسئ او د خلکو او وطن په وړاندې خپل مسولیتونه په لاښه توګه او مهربانۍ سره سرته ورسوئ.

نوموړي څرګنده کړې، زموږ ښوونکو او مدرسینو ته هم لازمه ده، چې د زده کړې په برخه کې د هېواد بچیان په اسلامي روحیه وروزي او په دې لاره کې هر ‌ډول هڅې ونه سپموي.

ورپسې استادانو، علماوو او د خلکو استازو د یو شمېر وړاندیزونو د وړاندې کولو په ترڅ کې، د پوهنې وزارت د پروګرامونو او پلانونو د عملي کولو او د ښوونیز بهیر د ودې په برخه کې، مشرتابه ته له خپل لوري ملاتړ څرګند کړی دی.

ملي دفاع وزارت: د عبدالله بن مسعود (رض) د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۱۶۶ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت وایي؛ د بېلا بېلو قول اردوګانو او قطعاتو ۱۶۶ تنه ځوان منسوبین د عبدالله بن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د ثقیله وسایطو انجینرۍ او د ماین خنثي کولو (IED-IEDD) له څلور میاشتنیو مسلکي زده کړو څخه وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

یاد وزارت زیاته کړې، په دې مراسمو کې د تعلیماتو او پرسونل معاونیت مرستیال مولوي باز محمد حمیديد جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب الله مدني او ګڼ شمېر مسولینو او منسوبینو ګډون درلود.

مسولینو نوي فارغان خپلو راتلونکو مسولیتونو ته متوجه کړي او ویلي یې دي، ځانونه د ظاهري اعداد ترڅنګ په باطني اعداد چې تقوا او پرهیزګاري ده سمبال کړئ.

ورته مهال نویو فارغانو ډاډ ورکړی؛ چې د هېواد له خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او اسلامي ارزښتونو څخه په میړانه به ساتنه کوي.

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د غنمو د پیرلو او زېرمه کولو په موخه تخار ولایت ته سفر کړی

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي؛ د دې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخوند تخار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت والي مولوی عبیدالله امین زاده او د دغه ولایت له سیمه ییزو چاراکو سره لیدنه کړې.

 په دې غونډه کې د بزګرانو د اضافي غنمو د پېر او زېرمه کولو، د عشر او زکات په راټولولو کې د همغږي رامنځته کولو، د عایداتي سرچینو د زیاتوالي، د استرداد شویو ځمکو د اجارې او د مخابراتي انتنونو د تشخیص په اړه خبرې شوې دي.

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخوند ویلي؛ دا یو ښه انتخاب دی، چې د کروندګرو اضافي غنم پېرل او زېرمه کېږي او په بېړنیو حالاتو، کړکیچ او د غنمو د بیو د کنټرول په وخت کې ترې ګټه پورته کېږي.

نوموړي زیاته کړې، دا د امیرالمؤمین حفظ الله حکم دی او پر بزګرانو یې لورېینه ده.

د تخار والي مولوي عبیدالله امین زاده په دې ناسته کې ویلي؛ د تخار ولایت د ډېرو اوبو او مناسب اقلیم په درلودو سره د کرنې په برخه کې مخکښ ولایت دی، له بزګرانو څخه د اضافي غنمو د را ټولولو او نورو برخو کې، موږ ستاسو په چوپړ کې يو.

په ورته وخت کې د کرنې وزارت د ستراتیژیکو زېرمو رییس مولوي قدرت الله حقیار د غنمو دپېر او زېرمه کولو بهیر تشریح کړی او ویلي يي دي، موږ د امیر المؤمنین حفظ الله د فرمان له مخې له بزګرانو اضافي غنم پېرو او زېرمه کوو یې.

نوموړي زیاته کړې؛ د دې کار موخه د بزګرانو ملاتړ دی او مثبت اړخونه یې د بیو لوړېدو او د احتکار مخنیوی او په مناسب وخت کې ترې ګټه پورته کول دي.

د ښاغلي حقيار په وينا؛ اضافي غنم په مستقيم ډول له کروندګرو څخه اخيستل کېږي او د لېږد ټول لګښت يې د کرنې وزارت پر غاړه دی، سربېره پر دې ماليه یې هم معاف ده او د کروندګرو او د کرنې ادارې تر منځ يو پروتوکول لاسليک کېږي او غنم په مناسبه بیه اخیستل کېږي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسولین په پام کې لري، چې د هغو ولایتونو د کروندګرو اضافي غنم، چې د غنمو کرنه او حاصلات یې زیات وي، وپېري او زېرمه یې کړي، ترڅو د اړتیا په وخت کې ترې اغېزمنه ګټه واخیستل شي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت: تورخم ښارګوټي کې بهرنیو وګړو ته د کار جواز وېش څانګه پرانېستل شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي؛ د ریاست الوزرا د لارښوونې پر بنسټ، د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري د ننګرهار ولایت په تورخم ښارګوټي کې بهرنیو وګړو ته د کار جوازونو د وېش څانګه پرانېستل شوه.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د بشري ځواک لوی رییس مولوي حسین احمد مدني په مشرۍ یوه پلاوي ننګرهار ولایت ته په‌خپل سفر کې د دې ولایت له والي ملا محمد نعیم اخوند سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د ننګرهار ولایت په تورخم ښارګوټي کې بهرنیو وګړو ته د کار جوازونو د وېش څانګې د پرانېستلو پر اهمیت، د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست پر فعالیتونو او راتلونکو پلانونو بحثونه خبرې کړي دي.

همداراز د ننګرهار والي په دې لیدنه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی.

له ناستې وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت پلاوي، د ننګرهار ولایت والي په ملتیا تورخم ښارګوټي ته سفر کړی او هلته یې بهرنیو وګړو ته د کار جواز د وېش څانګه پرانېسته.

د یادونې وړ ده، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت غواړي د هېواد په هوايي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو کې د بهرنیو وګړو د کار قانوني کولو، د ملي عوایدو د فرار څخه د مخنیوي او بهرنیو وګړو ته د کارجوازونو د وېش په برخه کې د سهولتونو د رامنځته کېدو په موخه د ریاست الوزرا د لارښوونې پر بنسټ خپل دفترونه پرانیزي.