چین کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفیر مولوي بلال کریمي د دغه هېواد د CICIR تحقیقاتي مرکز له مشر فوشیاوچینګ سره لیدنه کړې.
په چین کې د افغانستان سفارت ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو پر علمي او څېړنیزو همکاریو، سوداګریزو دهلېزونو په ځانګړي توګه د واخان دهلېز او سیمهییزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړي او دغه راز د اړیکو او همکاریو پر لاپیاوړتیا ټینګار شوی دی.
دغهراز مولوي بلال کریمي د چین ـ جنوبي اسیا لسم نندارتون کې له افغان سوداګرو سره هم لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې ښاغلي کریمي د افغان سوداګرو فعال شتون ستایلی او د بشپړ ملاتړ سربېره یې د سوداګریزو همکاریو پراختیا ټینګار کړی دی.

