ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کور او ښار جوړولو وزارت: له ۴۸ زره څخه زیاتو راستنېدونکو کورنیو ته د استوګنې ځمکې وېشل شوې دي

د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، چې د دې وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، د تېرې پنجشنبې په ورځ د هېواد په اوو ولایتونو کې ۵۵۴ راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته استوګنیزې نمرې وېشلې شوې دي.

د یاد وزارت په وینا، د راستنېدونکو هېوادوالو د دایمي مېشتېدنې او د مناسبې سرپناه د برابرولو په موخه، په ننګرهار، فراه، هلمند، نیمروز، فاریاب، بلخ او زابل ولایتونو کې سلګونه کورنۍ د استوګنیزو ځمکو له نمرو برخمنې شوې دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې؛ په ننګرهار کې ۱۶۶، فراه کې ۱۲۵، زابل کې ۹۸، فاریاب کې ۶۲، بلخ کې ۶۰، نیمروز کې ۲۷ او هلمند کې ۱۶ راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې وېشلې دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت په وینا، چې یوازې د تېرې پنجشنبې ورځې په لړ کې ۵۵۴ کورنۍ د استوګنیزو ځمکو له نمرو برخمنې شوې، چې ورسره په ټول هېواد کې د وېشل شویو استوګنیزو نمرو شمېر ۴۸ زره او ۵۴۵ کورنیو ته رسېدلی دی.

د یاونې وړ ده، چې د راستنېدونکو کډوالو د دایمي مېشتېدنې، د سرپناه د برابرولو او د ژوند د بنسټیزو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د استوګنیزو ځمکو د وېش بهیر په منظم او چټک ډول دوام لري.