ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

قزاقستان په کابل کې د درملو د پلور څانګه او د سوداګرۍ خونه پرانیزي

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن (شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د قزاقستان د ولسمشر له مرستیال او د اقتصاد وزیر سریک ژومانګارین سره لیدنه وکړه.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال یاد پلاوی ته ښه راغلاست ووایه او د لوړ رتبه مسوولینو سفرونه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په برخه کې مهم وبلل.

همدارنګه د قزاقستان د ولسمشر مرستیال خوښي څرګنده کړه، چې په وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګرۍ کې زیاتوالی راغلی دی.

نوموړي وویل، چمتو دي چې هرات ولایت ته د قزاقي اوړو د صادراتو د ترانسپورټ په برخه کې سب‌سایډي ورکړي او همداراز به په کابل کې د قزاقستاني درملو د پلور څانګه او د سوداګرۍ خونه هم پرانیزي.

ښاغلي ژومانګارین زیاته کړه، د مالي اسانتیاوو رامنځته کېدو لپاره د افغانستان بانک او غضنفر بانک کې د خپلو حسابونو پرانیستلو، په افغانستان کې د بېلابېلو کانونو، په ځانګړي ډول د کرومایټ او زینک ډبرو د اکتشاف او اېستل، کیمیاوي سرې تولید او د دې ترڅنګ د مزارشریف – هرات- کندهار – سپین بولدک اوسپنې پټلۍ شبکې د جوړولو په برخه کې عملي همکاریو ته چمتو دي.

د دې لیدنې پرمهال قزاقي لوري د افغانستان خوراکي توکو د صادراتو زیاتوالي ته لېوالتیا وښوده او ویې ویل، چې د دوه اړخیزې سوداګرۍ د زیاتوالي لپاره به پر افغاني توکو مالیې راټیټې کړي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال له قزاقي لوري مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې په یادو برخو کې به د افغانستان اسلامي امارت اړوند ادارې ورسره ګډ کار او همکاري وکړي.