د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نوبتي غونډه تېره ورځ (سهشنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په ۱۶مه نېټه) په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، چې دې غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د دوو سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې، چې له بحث او هراړخیزې ارزونې وروسته دواړه طرحې د تایید وړ بلل شوې.
یاد معاونیت زیاته کړې، د دغو طرحو له مخې به د لومړۍ ناحیې په منډوي ساحه کې ظاهر شاهي مارکېټ د ۱۶۱ میلیون افغانیو په پانګونې سره په اتو پوړونو کې په معیاري ډول جوړ شي، چې لسګونو هېوادوالو ته به دایمي کاري فرصتونه برابر کړي.
همداراز، بل مارکېټ به هم په لومړۍ ناحیه کې د پینځو پوړونو په درلودلو سره په معیاري ډول جوړ شي، چې یوشمېر هېوادوال به پکې پر کار بوخت شي.

