ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

نورالدین عزیزي: د چین او افغانستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې باید لا پیاوړې شي

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د چین له سفیر جاوشینگ سره لیدنه کړې.

سرپرست وزیر نورالدین عزیزي چین ته د سفر او ښې مېلمه پالنې له امله مننه کړې او په وینا يې د دواړو هېوادونو تر منځ باید د سوداګریزو اړیکو په برخه کې لا پیاوړتیا را منځته شي.

د چین سفیر ویلي؛ د وچو مېو د پروسس په برخه کې به چینايي شرکتونه هڅه وکړي، چې دلته پانګونه وکړي.

دواړو لورو د سوداګریزو مواصلاتي لارو او ترانزیټ په برخه کې نظرونه تبادله کړي او د همکارۍ ژمنې يې کړي.