د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د چین له سفیر جاوشینگ سره لیدنه کړې.
سرپرست وزیر نورالدین عزیزي چین ته د سفر او ښې مېلمه پالنې له امله مننه کړې او په وینا يې د دواړو هېوادونو تر منځ باید د سوداګریزو اړیکو په برخه کې لا پیاوړتیا را منځته شي.
د چین سفیر ویلي؛ د وچو مېو د پروسس په برخه کې به چینايي شرکتونه هڅه وکړي، چې دلته پانګونه وکړي.
دواړو لورو د سوداګریزو مواصلاتي لارو او ترانزیټ په برخه کې نظرونه تبادله کړي او د همکارۍ ژمنې يې کړي.

