ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ټولګټو وزارت: د کابل – کندهار لويې لارې د پاتې برخو د بیارغونې چارې پیل شوې دي

د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني تېره ورځ (جمعه د د غبرګولي څلورمه) ميدان وردک ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ياد ولایت اړوند د کابل – کندهار لويې لارې د څلورو برخو له کاري بهير څخه لیدنه کړې.

د یادې لارې لومړۍ برخه له کابل څخه پیل تر ارغندې سیمې پورې، دويمه برخه یې له دراني بازار څخه پيل د ميدان وردګو ولایت اړوند تر زرني سیمې پورې، درېيمه برخه يې له زرني سیمې څخه پیل د یاد ولایت د سيد اباد ولسوالۍ تر مرکز او څلورمه برخه يې د‌ سید آباد ولسوالۍ څخه پيل د ميدان وردګو ولایت تر عزيز قلعه سيمې پورې رسيږي، چې د اساسي ترميم او بیارغونې چارې يې د ټولګټو وزارت له بودیجې څخه ورکول کیږي، څو ورځې وړاندې پيل شوې دي.

د ټولګټو وزارت وزیر د يادو برخو اړوند قرادادي شرکتونو، مسولینو او د پروژو څارونکو ټيمونو ته لار ښونه کړې، چې د کابل – کندهار لويې لارې د يادو برخو کار په ښه کيفيت او ټاکل شوي وخت سره پای ته ورسوي.

د يادونې وړ ده، چې ټولګټو وزارت تېر کال د يادې لویې لارې کار په اوو برخو کې پيل کړی و، چې اوس يې د کار د چټکتيا او غوره پلي کېدو په موخه په بېلابېلو نورو برخو وېشلی دی.

د کابل – کندهار  لويه لار د هېواد يوه له مهمو اقتصادي لویو لاروو څخه ده، چې ګاونډيو هېوادونو ته د کرنيزو او سوداګريزو توکو په لېږد رالېږد کې غوره اقتصادي رول لري او په اساسي ترميم او بیارغونې سره به یې د کرنيزو او سوداګريزو توکو په چټک لېږد رالېږد کې د پام وړ اسانتياوې رامنځ ته شي.