د نوري فايبر خدمتونو پروژې او د شبکو او ټولنیزو خدمتونو اړوندو نورو چارو د پلي کېدو پر وړاندې د خنډونو لمنځه وړلو په موخه د ټاکل شوي پلاوي د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د ياد پلاوي د غړو په ګډون ترسره شوې.
د غونډې په پیل کې، د هېواد په کچه د زېربنايي پروژو د اغېزناک پلي کېدو په موخه د همغږۍ ميکانيزم ارزول شوی دی.
وروسته، د هېواد په ځانګړي ډول د کابل ښار په کچه د نوري فايبر خدمتونو او اوبو رسولو شبکو پراختيا، انټرنېټي خدمتونو ته د خلکو لاسرسي، په غوره ډول د څښاک اوبو چارو تنظيم او د بنسټیزو پروژو د پلي کېدو پر مهال د سړکونو او عام المنفعه تاسیساتو د له منځه وړلو مخنيوي په موخه د اړوندو ادارو ترمنځ په لازمې همغږۍ بحث او هر اړخيزه ارزونه شوې او په دې برخه کې لازمې پریکړې شوې دي.

