ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس د اذربایجان له سفیر سره په لیدنه؛ اسلامي امارت د نړیوالو چاپېریالي کنوانسیونونو ژمنو ته ژمنتیا لري

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس حافظ عزیزالرحمن د اذربایجان له سفیر الهام محمدوف او د یاد سفارت له سلاکار تاریل اسماعیلوف سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي او پالیسي مرستیال ډاکټر زین العابدین عابد، د اقلیمي بدلون، نړیوالو اړیکو او پلان رییسانو او مسولینو هم شتون درلود.

په پیل کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس د اذربایجان سفیر هرکلی کړی او د بېلابېلو چاپېریالي موضوعاتو په اړه یې خبرې کړي دي.

نوموړي ویلي؛ چاپېریال یوه مهمه او نړیواله موضوع ده او دې اهمیت ته په کتو د چاپېریال ساتنې ملي اداره، چې دا مهال د ۱۶نړیوالو چاپېریالي کنوانسیونونو غړیتوب لري، د هغو ټولو ژمنو ته ژمنتیا لري؛ په داسې حال کې چې نړیوال د چاپېریالي مسایلو په برخه کې له افغانستان سره همکاري نه کوي.

حافظ عزیزالرحمن زیاته کړې؛ موږ د نړیوالو چاپېریالي کنوانسیونو تعهداتو ته ژمن یو او هیله مو دا ده، چې نړیوال هم له افغانستان سره تعامل وکړي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس ویلي؛ افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو څخه زیات اغېزمن شوی، چې په هېواد کې د خطرناکو سېلابونو راتلل یې له عمده لاملونو څخه دي.

نوموړي د اذربایجان له سفیر څخه غوښتنه کړې، چې د COP29 غوڼده چې سږ کال په اذربایجان هېواد کې جوړیږي باید د افغانستان پلاوي د ګډون لپاره هڅې وکړي؛ ترڅو په دې نړیوال کنفرانس کې د افغانانو غږ پورته شي.

ښاغلي حافظ وړاندیز کړی، چې موږ غواړو د اذربایجان هېواد سره د چاپېریالي موضوعاتو، د تکنالوژیو او تجربو د لیږد او ظرفیت لوړونې په برخه کې ګډې همکارۍ ولرو.

د اذربایجان سفیر د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له رهبرۍ مننه کړې او ویلي يي دي؛ د افغانستان او اذربایجان تر منځ له پخوا څخه دوستانه او تاریخي اړیکې وې او موږ غواړو چې د اسلامي امارت سره مو اړیکې لا دوستانه او پیاوړې شي.

 محمدوف ژمنه کړې، چې د COP29 غونډه کې به د افغانستان پلاوي د ګډون لپاره هلې ځلې کوي او وړاندیزونه او نظرونه به مو له خپلو چارواکو سره شریکوي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي او پالیسي مرستیال ویلي؛ له فتحې وروسته موږ تر ډیره داخلي چاپېریالي موضوعات حل کړي یوازې بیروني موضوعات پاتې دي، هغه د سیاسي ملحوظاتو له امله ځنډیدلي، چې د حل هڅې یې روانې دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې افغانستان ته باید په COP29 غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شي؛ ترڅو موږ وکولی شو خپل غږ تر نړیوالو ورسوو.