د افریقا ختیځ مالاوي هېواد محلي رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د مرستیال ولسمشر سائولوس چیلیما لېږدونکې الوتکه له رادار څخه وتلې.
د یاد هېواد ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغې الوتکې له پلان سره سم په مزوزو هوایي ډګر کې ناسته نه ده کړې.
همداراز خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له دغې الوتکې سره د اړیکې نیولو ټولې هڅې شوي، خو کومه مثبته پایله یې نه ده ترلاسه کړې .
د مالاوي هېواد کې حکومتي چارواکو ویلي، سلګونه پولیس او پوځي مامورین ګومارل شوي، تر څو د دغه هېواد د مرستیال ولسمشر لېږدونکې الوتکې د پلټنې په عملیاتو کې برخه واخلي.
د چارواکو په وینا، د پلټڼې عملیات د مالاوي په شمالي ځنګلونو او غرونو کې روان دي، خو تر اوسه یې د پام وړ پایله نه ده ورکړې.
دغه الوتکه د مالاوي دفاع وزارت پورې اړه لري او د مرستیال ولسمشر او پخوانۍ لومړۍ مېرمنې په ګډون په کې لس تنه سپاره وو، چې پرون د الوتنې پر مهال له رادار څخه ووتله.
تر اوسه د الوتکې او پکې د سپرو کسانو مرګ او ژوند په اړه څه نه دي ویل شوي.

