د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې چې په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د سرو زرو د موقت صدور پر کړنلارې، نویو متقاضیانو ته د نوري فایبر د ملي جوازونو پر ورکړې، په دولتي ادارو کې د اوسنیو څراغونو پر ځای د اېل اي ډي څراغونو پر استفادې او یو شمېر نورو اقتصادي موضوعاتو بحث وشو.
غونډه چې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ جوړه شوې وه، تر هر اړخیز بحث وروسته د سرو زرو د موقت صدور کړنلاره تایید شوه.
د دې طرحې له مخې به د ټاکل شوو اصولو په رڼا کې د سرو زرو موقت صدور ترسره کېږي، چې له مخې به یې تر ډېره حده د قاچاق مخنیوی وشي.
د اقتصادي کمېسیون په دغه غونډه کې نویو متقاضیانو ته د نوري فایبر د ملي جوازونو د ورکړې پر موضوع هم بحث وشو.
تر هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه وشوه، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اړوند د اترا اداره دې نویو متقاضیانو ته د نوري فایبر ملي جوازونه د ملي ګټو په پام کې نیولو سره د نړیوالې داوطلبۍ له لارې ورکړي.
په دې سره به د هېواد ټولو سیمو ته د نوري فایبر شبکه وغځېږي او هېوادوالو ته به په ارزانه بیه او ښه کیفیت انټرنیټي خدمات وړاندې شي.
همداراز په غونډه کې په دولتي ادارو کې د اوسنیو څراغونو پر ځای د اېل اي ډي څراغونو پر استفادې هم بحث وشو.
د اقتصادي کمېسیون د لارښوونې پر بنسټ ټولې دولتي ادارې مکلفې وبلل شوې، چې د شته څراغونو د استهلاک په صورت کې دې له اېل اي ډي څراغونو څخه استفاده وکړي او د برېښنا د سپما لپاره دې په خپلو ادارو کې په دې اړه عامه پوهاوی زیات کړي، چې په پایله کې به یې په کلني ډول میلیونونه افغانۍ سپما شي.
په ټوله کې د اوبو او انرژۍ وزارت ته دنده وسپارل شوه، څو د برېښنا د سپما په برخه کې اقتصادي تحلیلونه ترسره کړي، حل لارې دې ولټوي او د پلي کېدو په موخه یې دې د بودیجې ترلاسه کولو په موخه مالیې وزارت ته ولېږي.

