د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د بغلان ولايت له يو شمېر علماوو او مجاهدينو سره لیدنه کړې.
د دې لیدنې په پیل کې علماوو او مجاهدینو د بغلان ولايت د ټولنيز، اقتصادي او امنيتي وضعيت په اړه د رياست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.
علماوو ویلي، په دې ولايت کې امنيت په بشپړ ډول ټینګ شوی دی او ځايي مسولين خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو او د هغوی د ستونزو لمنځه وړلو لپاره هڅه کوي.
يادو علماوو او مجاهدينو ټولو برخو ته د اسلامي امارت جدي پاملرنې ته په اشارې له مسولينو څخه غوښتنه کړې، ترڅو د مدرسو، ښوونځيو او روغتيايي کلينيکونو جوړولو او پراختیايي چارو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، د سراسري امنیت ټینګښت او د ټولنيزې هوساينې رامنځته کول د اسلامي امارت له مسوليتونو څخه دي او په دې برخه کې له هېڅ ډول هڅو درېغ نه کوي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال زياته کړې، اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې يادو وړانديزونو ته رسېدنه وکړي.