د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې د هېواد له یو شمېر علماوو، ولسي مشرانو او د اسلامي امارت مسولینو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د لغمان والي شیخ شېر احمد هم شتون درلود.
یادو علماوو او قومي مشرانو اسلامي امارت ته د ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي؛ ولسونه د اسلامي نظام د ثبات، دوام، اقتصادي پیاوړتیا او د یو ودان افغانستان غوښتونکي دي، چې دا یوازې د اسلامي امارت په واکمنۍ کې امکان لري.
دوی همداراز خپل نظرونه او وړاندیزونه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال سره شریک کړي دي.
مولوي عبدالکبیر ټولو ته د ښه راغلاست او مننې ترڅنګ ویلي، اسلامي امارت د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره قوي اراده لري او د هېواد ابادي د ټولو ګډې همکارۍ ته اړتیا لري.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې، د ولسونو او حکومت ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی.