ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

سهیل شاهین د رییس‌الوزرا سیاسي مرستیال سره په کتنه کې؛ د پخوا په پرتله مو د یو شمېر هېوادونو له استازو سره اړیکې پراخې شوي

د ريیس‌الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر قطر ته د خپل سفر په لړ کې، پرون ماښام ( پنج‌شنبه، د زمري ۱۱مه) په دوحه کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر څخه لیدنه کړې او د دې دفتر د مسوولينو فعاليتونه يې ارزولي دي.

په پيل کې، په دوحه کې د اسلامي امارت د دفتر مشر سهیل شاهین د اړوندو چارو، لاسته راوړنو او ستونزو جزئیات له  مولوي عبدالکبیر سره شریک کړل او زیاته یې کړه، د پخوا په پرتله يې د یو شمېر هیوادونو او بنسټونو له استازو سره اړیکي پراخې شوې دي.

ښاغلي شاهین زیاته کړه:«هغه هیوادونه چې سفارتونه یې په کابل کې فعال نه دي، د یو لړ مسایلو او دوه اړخیزو اړیکو په له لارې په دوحه کې د اسلامي امارت له سیاسي دفتر سره په اړیکه کې دي.»

له بلې‌خوا مولوي عبدالکبیر په دوحه کې د اسلامي امارت د سياسي دفتر د چارو ستاینه وکړه او د یاد دفتر ارزښت ته په اشارې يې وویل، چې دغه دفتر  د سیاسي اړیکو د پراختیا په برخه کې اغېزناکه ونډه لري او د یو لړ مسایلو د حل او پرمختګ په برخه کې يې رول له پامه نشي غورځولی.

مولوي عبدالکبیر په پای کې، د چارو د پراختیا او ځینو نورو اړوندو مسایلو په اړه د اسلامی امارت د سیاسي دفتر مسوولینو ته یو لړ سپارښتنې وکړې.