د ريیسالوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر قطر ته د خپل سفر په لړ کې، پرون ماښام ( پنجشنبه، د زمري ۱۱مه) په دوحه کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر څخه لیدنه کړې او د دې دفتر د مسوولينو فعاليتونه يې ارزولي دي.
په پيل کې، په دوحه کې د اسلامي امارت د دفتر مشر سهیل شاهین د اړوندو چارو، لاسته راوړنو او ستونزو جزئیات له مولوي عبدالکبیر سره شریک کړل او زیاته یې کړه، د پخوا په پرتله يې د یو شمېر هیوادونو او بنسټونو له استازو سره اړیکي پراخې شوې دي.
ښاغلي شاهین زیاته کړه:«هغه هیوادونه چې سفارتونه یې په کابل کې فعال نه دي، د یو لړ مسایلو او دوه اړخیزو اړیکو په له لارې په دوحه کې د اسلامي امارت له سیاسي دفتر سره په اړیکه کې دي.»
له بلېخوا مولوي عبدالکبیر په دوحه کې د اسلامي امارت د سياسي دفتر د چارو ستاینه وکړه او د یاد دفتر ارزښت ته په اشارې يې وویل، چې دغه دفتر د سیاسي اړیکو د پراختیا په برخه کې اغېزناکه ونډه لري او د یو لړ مسایلو د حل او پرمختګ په برخه کې يې رول له پامه نشي غورځولی.
مولوي عبدالکبیر په پای کې، د چارو د پراختیا او ځینو نورو اړوندو مسایلو په اړه د اسلامی امارت د سیاسي دفتر مسوولینو ته یو لړ سپارښتنې وکړې.

