ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د بشري سازمانونو خبرداری: د غزې خلک د سختې لوږې له امله له منځه تلونکي دي

د بې‌پولې ډاکټرانو، د ماشومانو د ژغورنې سازمان او اکسفام په شمول ۱۰۹ نړیوالو مرستندویه سازمانونو او د بشري حقونو ډلو په غزه کې د سختې لوږې او پراخه قحطۍ خبرداری ورکړی دی.

دوی ویلي، همکاران یې او هغه خلک چې دوی یې خدمت کوي ورو، ورو له منځه تلونکي دي. دې بنسټونو له حکومتونو د بېړني اقدام غوښتنه کړې ده.

هغوی په یوه ګډه اعلامیه کې ټینګار کړی، چې په غزه کې باید سملاسي او تلپاتې اوربند وشي او د بشري مرستو د لېږد په برخه کې ټول خنډونه لېرې کړل شي.

یادو سازمانونو او ډلو د اسرائیلي رژیم کلابندي، چې د “ګډوډۍ، لوږې او مړینې” لپاره یې شرایط برابر کړي، غندلې او ویلي یې دي، چې خواړه، پاکې اوبه او روغتیايي توکي د سختو محدودیتونو له امله اړمنو خلکو ته نشي رسېدای.

دې سازمانونو او بشري ډلو په خپره شوې اعلامیه کې ویلي: “د اسرائیلي رژیم د کلابندۍ له امله د غزې خلک له لوږې سره مخ دي، مرستندویه کارکوونکي هم د مرستو اخیستلو په موخه په کتارونو کې ولاړ وي او خپلو کورنیو ته د خوړو چمتو کولو په موخه ځان خطر ته ورکوي. بشري سازمانونه د خوراکي زېرمو د نشتون له امله د خپلو همکارانو او ملګرو د ضایع کېدو شاهدان دي.”

په اعلامیه کې زیاته شوې: “بشري سیسټم په دروغجنو ژمنو نشي چلېدلای… د اسرائیلي رژیم د محدودیتونو، ځنډ او کلابندۍ له امله په غزه کې مړینه، ګډوډي او لوږه رامنځته شوې ده.”

ملګرو ملتونو ویلي، په روغتونونو کې داسې کسان بستر دي، چې د شدیدې ستړیا یا ضعف په حالت کې دي او دا حالت د خوړو د نشتوالي له امله رامنځته شوی. سربېره پر دې ګڼ خلک په سړکونو بې‌سده پراته دي.

یاد سازمان زیاته کړې، چې په وروستیو اونیو کې له زرو ډېر فلسطینیان د غزې بشري بنسټ مرکزونو ته څېرمه د بشري مرستو په هڅه کې شهیدان شوي دي.

له دې خبرداري وړاندې د غزې روغتیا وزارت اعلان کړی، چې لږ تر لږه لسو نورو فلسطینیانو د لوږې او خوارځواکۍ له امله ژوند بایللی دی.

تېره دوشنبه هم ۲۵ هېوادونو د یوې اعلامیې په خپرولو سره په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د جګړې د سملاسي پای ته رسولو غوښتنه کړې وه او ویلي یې وو، چې په دې تړانګه کې بشري کړاو نوې او سختې کچې ته رسېدلی دی.