ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه کې بشري ناورین؛ لسو نورو فلسطینیانو د لوږې له امله ژوند بایللی

غزه د لوږې له سختې څپې او بشري ناورین سره مخ ده. تازه روغتیايي سرچینو ویلي، چې په دې کلابنده تړانګه کې لږ تر لږه لسو نورو فلسطینیانو د لوږې له امله ژوند بایللی دی.

د ۲۰۲۳ په اکتوبر میاشت کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پیل راهیسې په غزه کې ۱۱۱ فلسطینیانو د لوږې او خوارځواکۍ له امله ژوند بایللی، چې ډېری یې یوازې په روانه اونۍ کې وو.

د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د پرون چهارشنبې ورځې تر پایه په ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله لږ تر لږه ۱۰۰ نور فلسطینیان هم شهیدان شوي. په دې کې ۳۴ هغه کسان هم شامل دي، چې د مرستو په مرکزونو کې په نښه شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې سږ کال تر دې مهاله د لوږې او خوارځواکۍ له امله په مړو شویو فلسطینیانو کې ۲۱ له پینځو کلونو کم‌عمره ماشومان هم شامل دي.

د غزې د بشري ناورین په تړاو ۱۰۹ نړیوالو سازمانونو او بنسټونو په یوه ګډه بیانیه کې ویلي، په غزه کې داسې مهال ډله‌ییزه لوږه خپرېږي، چې په ټنونو خواړه، پاکې اوبه او روغتیايي توکي له غزې بهر د مرستندویه بنسټونو له لاسرسي پرته پر ځای پاتې دي.

د الجزیرې خبریال له مرکزي غزې څخه ویلي: “لوږه د بمونو په څېر وژونکې ګرځېدلې ده. فلسطیني کورنۍ د پایښت لپاره کافي خواړه نه، بلکې هر څه غواړي.”

صهیونیستي یرغلګرو د روان زېږدیز کال له مارچ میاشتې راهیسې غزې ته د بشري مرستو د لېږد مخه نیولې او یوازې په مې میاشت کې یې کمې بشري مرستې پریښې، چې د امریکا او اسرائیلو په ملاتړ د غزې د جنجالي خیریه بنسټ له لوري وېشل کېږي. د دې بنسټ په مرکزونو کې د اسرائیلي عسکرو د بریدونو له امله مرستو ته په تمه سلګونه فلسطینیان شهیدان او زرګونه نور ټپيان شوي دي.