د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې (انروا) ویلي، چې په غزه کې له هرو پینځو ماشومانو یو په خوارځواکۍ اخته دی او دغه کچه ورځ تر بلې لوړېږي.
د انروا رییس فیلیپ لازاریني پر خپله اېکسپاڼه لیکي: “د غزې اوسېدونکي نه مړه دي نه ژوندي، هغوی یوازې متحرک جسدونه دي.”
د نوموړي په وینا، د غزې تړانګې له بشپړې کلابندۍ څخه تر دې دمه د لوږې له امله د ماشومانو په ګډون له ۱۰۰ زیاتو کسانو ژوند بایللی.
په غزه کې د لوږې له سختې څپې او بشري ناورین سره هممهاله روغتیايي سرچینو په دې وروستیو کې د لوږې له امله د لسو نورو فلسطینیانو د مړینې خبر ورکړی دی.
له دې اعلان وروسته د بېپولې ډاکټرانو، د ماشومانو د ژغورنې سازمان او اکسفام په شمول ۱۰۹ نړیوالو مرستندویه سازمانونو او د بشري حقونو ډلو په غزه کې د سختې لوږې او پراخه قحطۍ خبرداری ورکړی دی.
دوی ویلي، همکاران یې او هغه خلک چې دوی یې خدمت کوي ورو، ورو له منځه تلونکي دي. دې بنسټونو له حکومتونو د بېړني اقدام غوښتنه کړې ده.

