ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د لوړو زده‌کړو وزیر د پکتیکا پوهنتون د محصلینو په فراغت‌غوڼده کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم پکتیکا ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت د پوهنتون د ۱۴۰۴ کال محصلینو په فراغت‌غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

په دې غونډه کې سیمه‌ییزو مسولینو، د پکتیکا پوهنتون رهبري پلاوي، استادانو، اداري کارکوونکو، فارغ التحصیلانو د هغوی د کورنیو غړو او سپین‌ږیرو ګډون کړی و.

شیخ نداء محمد ندیم په دې غونډه کې فارغو شویو محصلینو ته د فراغت مبارکۍ تر څنګ ویلي، چې د امکان په صورت کې په لېسانس زده‌کړو بسنه مه کوئ، ماسټري او دوکتورا وکړئ او ځانونه په تخصص کې پیاوړي کړئ.

نوموړي محصلینو ته سپارښتنه کړې، چې د خپل مسلک اړوند کار وکړي او د خپلو خلکو لپاره په اخلاص خدمت وکړي.

له محصلینو یې غوښتي، چې خپل دوست او دښمن وپېژني او د دښمن فکري او عقیدوي جګړې ته متوجه اوسي.

د لوړو زده‌کړو وزیر د پکتیکا ولسونو ته د دوی د ارزښتناکو خدمتونو او د افغانستان اسلامي امارت له ملاتړ څخه مننه کړې ده.

دغه‌راز د دې ولايت له ولسونو يې د لا زیاتو همکاریو او ملاتړ غوښتنه کړې ده.

ښاغلي ندیم هغوی ته له اسلامي امارت سره د ښه محبت او ښه اطاعت سپارښتنه کړې او خپلمنځي یووالي او وحدت ته یې رابللي دي.