د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او په افغانستان کې د ناروې کمیټې ترمنځ د ۷۰ زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لاسلیک شوه.
د چاپېریال ساتنې ملي اداره وایي، چې دغه هوکړه د یادې ادارې د پالیسۍ او مسلکي مرستیال ډاکټر ملا زینالعابدین عابد او په افغانستان کې د ناروې کمیټې د رییس تاریا واتردال ترمنځ لاسلیک شوه.
د ناروې کمیټې رییس د ګډو همکاریو پر ارزښت ټینګار کړی او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې څخه یې غوښتې چې په نورو اړوندو پروګرامونو کې هم ګډون وکړي.
ورته مهال ډاکټر ملا زینالعابدین عابد د ناروې کمیټې له همکاریو مننه کړې او د دې هوکړېلاسلیک یې د هېواد د چاپېریال او زدهکړو د وضعیت د ښهوالي پر لور یو مهم ګام بللی دی.
د یادونې وړ ده چې د دې هوکړې لهمخې به په بدخشان، فاریاب، بلخ او تخار ولایتونو کې د باکیفیته زدهکړو د فرصتونو پیاوړتیا ، د څښاک اوبو، روغتیایي او چاپېریالي حفظالصحې خدمتونه وړاندې شي.

