ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي محمد یعقوب مجاهد د قطر د وزیرانو شورا له مرستیال سره په دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي

 د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد قطر ته د رسمي سفر په ترڅ کې د قطر د وزیرانو شورا له مرستیال او د دولت د دفاع وزیر شیخ سعود بن عبدالرحمن بن حسن ال ثاني سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو په ګډو موضوعاتو او د سیمې او نړۍ پر وروستیو تحولاتو د بحث سربېره د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

 مولوي محمد یعقوب مجاهد پر قطر د اسرائیلو صهیونیستي رژیم برید غندلی او ډاډ یې ورکړی، چې د افغانستان خلک او مسولین د قطر تر څنګ ولاړ دي.