د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد قطر ته د رسمي سفر په ترڅ کې د قطر د وزیرانو شورا له مرستیال او د دولت د دفاع وزیر شیخ سعود بن عبدالرحمن بن حسن ال ثاني سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو په ګډو موضوعاتو او د سیمې او نړۍ پر وروستیو تحولاتو د بحث سربېره د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
مولوي محمد یعقوب مجاهد پر قطر د اسرائیلو صهیونیستي رژیم برید غندلی او ډاډ یې ورکړی، چې د افغانستان خلک او مسولین د قطر تر څنګ ولاړ دي.

