د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري پخپل کاري دفتر کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو له مرستیال مولوي محمد زاهد احمدزي او مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوریو ټینګار کړی، چې د ګومارنې په برخه کې دې د کان کیندنې شرکتونه افغانانو ته په ځانګړي ډول د سیمې خلکو او راستنېدونکو کډوالو ته لومړیتوب ورکړل شي.
دغه راز یې د بین الوزارتي همغږۍ پر موضوعاتو هر اړخیزې خبرې کړې دي.
د کار چارو مرستیال د کار موندنې په برخه کې د کانونو او پټرولیم وزارت د مشرتابه هڅې ستایلې او غوښتنه یې کړې، چې د کورنیو او بهرنیو کارکوونکو د ګومارنې په برخه کې دې قراردادي شرکتونه د کار او ټولنیزو چارو وزارت له اصولو سره سمې ګومارنې وکړي.
د کانونو او پټرولیم وزیر ډاډ ورکړی، چې هېوادوالو ته به د کاري فرصتونو په برخه کې خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي او د لازیاتو همکاریو پر دوام یې ټینګار کړی دی.

