د کابل والي ملا امين الله عبید د کابل-غزني د دویم لین سړک د سفالت اچونې له روانو چارو څخه لیدنه او څارنه وکړه.
نوموړي د پروژې د پرمختګ بهیر ارزولی او له تخنیکي مسولینو یې غوښتي، چې د ساختماني چارو بشپړول دې د نړیوالو معیارونو مطابق په لوړ کیفیت او ټاکلي وخت کې ترسره کړي.
هغه ټینګار کړی، چې د افغانستان اسلامي امارت د مهمو بنسټیزو پروژو په ځانګړي ډول سړکونو او ترانسپورټي لارو ته ځانګړې پاملرنه کوي، ځکه دا ډول پروژې د خلکو د ژوند د ښهوالي او د هېواد د ولایتونو تر منځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې مهم رول لري.
ښاغلي عبيد زیاته کړې، چې د کابل-غزني د دویم لین سړک به د تګ راتګ اسانتیاوې رامنځته کړي، د ترافیکي ګڼه ګوڼې په کمولو او د مرکزي او جنوبي ولایتونو تر منځ د ترانسپورټي خدماتو په ښهوالي کې به مهم اغېز ولري.
په پای کې د کابل والي د یادې پروژې له فني او مسلکي مسولینو مننه کړې او پر دقیق نظارت، د اړوندو ادارو تر منځ پر مؤثرې همغږۍ او روڼتیا یې ټینګار کړی دی.

