ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له مولوي امیرخان متقي سره د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي اډم بولر په مشرۍ امریکایې پلاوي وکتل.

په دې لیدنه کې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت د امیر امیري په نامه امریکايي تبعه له بند څخه ازاد کړ او د افغانستان حکومت د اتباعو مسایلو ته له سیاسي زاویې څخه نه ګوري. دغه‌راز په ډاگه کوي، چې د ډیپلوماسۍ له لارې د مسایلو د حل لپاره لارې چارې موندل کېدلای شي.

مولوي امیر خان متقي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت له خوا د امریکايي تبعه د خوشې کولو ګام هم په دې برخه کې د مثبت پرمختګ لپاره پورته شوی دی.

ښاغلي متقي د افغانستان اسلامي امارت او امریکا تر منځ د بندي د خلاصون د اسانچارۍ په برخه کې د قطر ورور دولت له مؤثر رول څخه هم مننه کړې ده.

د ولسمشر ټرمپ استازي د اسلامي امارت له خوا د امريکايي تبعه د خلاصون له پرېکړې هر کلی کړی او دا يې ورته ښه شېبه ګڼلې ده.

اډم بولر د افغانستان اسلامي امارت او امريکا تر منځ د خبرو پخوانی پړاو رغنده بللی او هيله يې څرگنده کړې، چې په پاتې مواردو باندې به هم خبرې دوام پيدا کړي.