په کابل کې د روسیې فدراسیون سفیر دیمیتري ژیرنوف د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره کتلي.
ښاغلي ژیرنوف د اکتوبر په میاشت کې د مسکو فارمټ په اوومه غونډه کې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ د پلاوي د ګډون په اړه تفصیلي معلومات ورکړي او ویلي يې دي، چې د روسیې فدراسیون به د افغانستان اسلامي امارت په لومړي ځل د دې فارمټ د غړي په حیث استقبال کړي.
مولوي امیرخان متقي په مسکو فارمټ کې د اسلامي امارت غړیتوب یو مهم او اساسي ګام بللی او هیله یې څرګنده کړې، تر څو دغه سیمهییز چوکاټونه د افغانستان او سیمې تر منځ په باورجوړونې او مثبت پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.

