د اسلامي ملي اردو ۶۶ مجاهدین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړهییزو ګډو زدهکړو قوماندانۍ د انجنیرۍ تورنانو او داترون مخابرې له درې میاشتنیو مسلکي زدهکړو څخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په دې مراسمو کې د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړهییزو ګډو زدهکړو قوماندانۍ درستیزوال مولوي شیر احمد محمدي او ګڼ شمېر مسولینو او منسوبینو ګډون کړی و.
مسولینو یادو فارغانو ته د وینا پر مهال د پوځي زدهکړو اهمیت او ارزښت بیان کړی او د ټولو هغو اصولو او قوانینو په رعایت او پلي کولو یې ټینګار کړی، چې د پوځ په لیکو کې د نظم او ډسپلین رامنځته کېدو لپاره وضع شوي دي.
ورته مهال نويو فارغانو مسولینو ته ډاډ ورکړی، چې د هېواد له خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او اسلامي ارزښتونو څخه به په مېړانه ساتنه کوي.
مراسم فارغانو ته د بريلیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.

