له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون لخوا په هېواد کې مېشتو د تېرې ادارې د ولسي جرګې یو شمېر غړو، جنرالانو او علمي شخصیتونو ته د مصونیت کارتونه ورکړل شوي.
له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون د دارالانشا رییس او د ریاست الوزرا د سیاسي معاونیت د دفتر لوی رییس مولوي ذاکر ویلي، اسلامي امارت هڅه کوي په هېواد کې پاتې پخوانیو سیاسي اشخاصو ته د ډاډمن ژوند لارې چارې برابرې کړي.
نوموړي زیاته کړې، په کور دننه پخوانیو سیاسي کسانو ته د مصونیت کارتونه له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون د نوي طرزالعمل پر بنسټ وېشل کېږي او له بهره د راتلونکو سیاسي کسانو سربېره په کور دننه پاتې پخوانۍ سیاسي څهرې هم کولی شي یاد کارتونه ترلاسه کړي.
هغو شخصیتونو، چې له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون لخوا یې د مصونیت کارتونه ترلاسه کړل، د اسلامي امارت پر دغه اقدام خوښي ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې د پخوانیو حکومتي چارواکو د خوندي ژوند لپاره دا مهم ګام دی.

