په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر محمد سهیل شاهین د ډیپلوماټانو، پانګوالو او د قطر د بېلابېلو ادارو د استازو په شتون کې «د ګلوبل بیزنیس هب» شرکت کلنۍ ناسته کې ګډون وکړ.
یاده ناسته د شرکت راتلونکي لیدلوري، همکارۍ او نړیوالو سوداګریزو فرصتونو په اړه رابلل شوې وه، چې پکې بېلابېلو سفیرانو، ونډه والو، پانګهوالو او د قطر د بېلابېلو ادارو استازو ګډون کړی وو.
ښاغلي شاهین په دې ناسته کې د وینا پر مهال وویل، اوسمهال د افغانستان د کانونو، کرنې، ګرځندویۍ، ودانیزو چارو او نورو اقتصادي سکتورونو کې پراخ او خوندي فرصتونه برابر شوي.
نوموړي په ټینګار سره زیاته کړې، چې د پانګوالو د هڅونې په موخه افغانستان کې پر پانګونو مالیات نه وضع کېږي.
د اسلامي امارت سفیر دغه راز د دې ناستې ګډونوالو ته په افغانستان کې د پانګونې بلنه ورکړه.

