د خوست ولایت مقام ویاند مستغفر ګربز وايي، د وروستیو څو ورځو پرلپسې شدیدو ورښتونو او سېلابونو له امله په دې ولایت کې ۵۷۰ کورونه په نسبي او بشپړ ډول ویجاړ شوي.
دغهراز نوموړي زیاته کړې، چې د دې ترڅنګ ۱۱۰ جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې او نورې ځمکې هم د ویجاړۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.
د ښاغلي ګربز په وینا، په دې ولایت کې د دې پېښو له امله دوه ښځې هم ټپي شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د خوست ولایت مقام رهبرۍ د لارښوونو پر بنسټ، د پېښو پر وړاندې د مبارزې او امادګۍ ریاست لهخوا د ټولو زیانمنو شویو کورنیو سروې ترسره شوې، څو د اړتیا له مخې ورسره اړینه همکاري ترسره شي.

