ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسلامي امارت رییس‌الوزرا مسوولینو ته: د اختر په ورځو کې د شهیدانو کورنۍ او یتیمان مه هېروئ

د اسلامي امارت رییس‌الوزرا الحاج ملا محمد حسن اخوند د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت په خپل پیغام کې له مسوولینو غوښتي، چې د اختر په شپو او ورځو کې د شهیدانو د کورنیو، یتیمانو او معلولینو پوښتنه وکړي او د خلکو ستونزې او شکایتونه واوري.

نوموړي همداراز له مسوولینو غوښتي، چې له ولس سره په ناستو او مجلسونو کې د هغوی مشورې، شکایتونه او ستونزې واوري، ترڅو د خپلو چارو او کړنو په اصلاح کې ترې ګټه واخلي.

د اسلامي امارت رییس‌الوزرا د خپلو خبرو په ترڅ کې زیاته کړې، چې د مسلمانانو د ډېرو ستونزو او بې‌نظمیو لامل بې‌اتفاقي او ځانځاني ده.

نوموړي ټینګار کړی، چې ټول مسلمانان باید د کور، کلي، هېواد او ټولې نړۍ په کچه د اتحاد، اتفاق او همکارۍ اصل په پام کې ونیسي او له ځانځانۍ، حسد او نفرت څخه ځان وساتي.