ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

امریکا د ایران له کنګل شویو شتمنو څخه ۱۲ ميليارده ډالر ازادوي

د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف ویلي چې د ایران کنګل شویو شتمنیو څخه د ۱۲ میلیارده ډالرو د ازادېدو په تړاو له امریکا سره هوکړې ته رسېدلي.

ورته مهال د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د ایران ازادې شتمنۍ به د امریکا د کرنیزو محصولاتو د پېرلو لپاره کارول کېږي، خو په غبرګون کې یې د ایران د مرکزي بانک رییس عبدالناصر همتي ویلي، چې هېواد یې د دې هوکړې له مخې اړ نه دی چې له امریکا توکي وپېري.