ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

شیخ محمد خالد حنفي: د شخصي ګټو په پرتله ملي او دیني ګټو ته اولیت ورکړئ

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي په کندوز کې یوې سترې ولسي غونډې کې په هغو افغانانو چې تیره اداره کې یې کار کولو او اوس له هېواد بهر دي غږ کړی، چې راځئ له خپلو شخصي منافعو تیر، ملي او دیني منافع په نظر کې ونیسئ، پردیو هېوادونو کې عزت نشي ترلاسه کیدلی.

نوموړي مسولینو ته په خطاب کې ویلي؛ کندوز هغه ولایت دی چې د ملت په هڅو پکې د دښمن غرور مات شوی، اوس یې هر شکایت واورئ، د دوي خدمت یو فرصت وګڼئ او د خلکو شخصیت او احترام په نظر کې ونيسئ.

شیخ محمد خالد زیاته کړې، چې تیرو ۲۰ کلونو کې دلته په مختلفو نومونو د منکراتو ترویج لپاره پانګه اچونه شوې وه، اوس مونږ باید ذهنیت سازي وکړو او په تدریج سره د منکراتو مخنیوی وشي.

د ښاعلي حنفي په وینا؛ نړۍ کې د اوسني نظام مثال نلرو، ملت که له هر مسول څخه شکایت لري کولی شي چې د سمع شکایات څانګې ته مراجعه وکړي د هیچا حق باید ونګرځول شي.