ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تورخم کې د پاکستان هغې پریکړې پر ضد لاریون شوی، چې له امله يې د تورخم دروازه تړل شوې

تورخم کې د ولسونو له لوري یو لوی لاریون ترسره شوی، دوی د پاکستان هېواد هغه پرېکړې پر وړاندې لاریون کړی، چې له امله یې تورخم بندر دروازه تړلې ده.

لاریون کوونکو د پاکستان هېواد څخه غوښتي، چې لار د ترانزیټ او مسافرو پر مخ پرانیزي او هغه تاوانونه چې تیرو شپږو ورځو کې د دغې لارې بندیدو له امله ولس ته اوښتي راکم او خپل تجارت ته دوام ورکړي.

همدا زار د لایون کوونکو له ډلې یو تن قومي مشر فریدون خان مومند ویلي، چې افغانستان او پاکستان ګاونډي هېوادونه دي او باید پاکستان هغه ستونزې چې افغانستان وګړو او تجارانو ته يې دغې لارې د بندیدو له امله جوړې کړې دي ختمې کړي او لار نوره د هر ډول تګ او راتګ پرمخه پرانیزي.