ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کورنیو چارو سرپرست وزیر د ترکیې له سفیر سره د مخه ښې لیدنه کړې

د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د ترکیې له سفیر جهاد ارگینای سره لیدنه کړې.

لیدنه کې د ترکیې سفیر د افغانستان اوسنی وضعیت د ډاډ وړ بللی، د اسلامي امارت څخه یې د ترکیې هېواد سفارت او قنسولګریو د ښه امنیت تامین له امله ځانګړې مننه کړې او د خپلو همکاریو د دوام ډاډ یې ورکړی.

جهاد ارگینای ویلي؛ نږدې راتلوونکې کې استانبول کې افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو غونډه جوړیږي، موږ هڅه کوو ګډون کوونکي هېوادونه راضي کړو، چې بشري مرستې په پراختیایې مرستو بدلې شي.

 نوموړي زیاته کړې، موږ د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل زیاتېدو په موخه هم هڅه کوو.

خلیفه سراج الدین حقاني په افغانستان کې د جهاد ارګینای ماموریت ستایلی او له نوموړي څخه یې مننه کړې، چې زمونږ د هېواد ځانګړې تاریخي وخت کې یې دنده ترسره کړه او د دوه وو هېوادونو تر منځ یې د اړیکو په ساتلو او پاللو کې غوره ماموریت ترسره کړ.

ښاغلي حقاني دواړو هېوادونو د اړیکو په پراختیا ټینګار کړی او هیله یې څرګنده کړې، چې د دواړو ورونو هېوادو اړیکې لا نږدې او پراخې شي.