ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

زابل کې د ۴۷ زره ډالرو په ارزښت د اوبو کانال ګټې اخیستنې ته سپارل شوی

د زابل شاجوی ولسوالۍ په هینګي کلي کې د ۷۰۰ متره په اوږدوالي د اوبو یو کانال له اساسي رغونې وروسته ګټې اخیستنې ته سپارل شوی.

ځایي اوسیدونکي وايي، د کانال په بشپړیدلو سره په اوبو کې زیاتوالی راغلی او د ځمکو د خړوبولو برخه کې ورته زیاتې اسانتیاوي رامنځ ته شوې دي.

یاده پروژه د کرنې ریاست په چوکاټ کې د سولې بنیاد له لوري دوه کاري میاشتو په موده کې د ۴۷ زره ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې.

زابل کې د سولې بنیاد بنسټ مشر انجنیر صبغت الله زبیر ویلي، د دې پروژې د کار پر مهال په ورځني ډول سره ۳۰ د سیمې کسانو ته د کار زمینه برابره کړې وه او دا کانال به د حاصلاتو په زیاتوالي کې ګټور تمام شي.

د زابل کرنې رییس مولوي عطاالله راشد ویلي؛ موږ د کرنې ودې لپاره د زابل یو شمېر ولسوالیو او لیري پرتو سیمو کې اوبو د مهار او خړوبولو برخو کې دا ډول پروژې لرو، چې له امله یې کروندګرو ته اغېزمنه ګټه رسیدلی شي.

د یادې سیمې یو شمېر اوسیدونکو او کروندګرو ویلي، تر دې وړاندې یې باغونو ته اوبه په ځنډ رسیدلې خو له دې کانال څخه په ګټه اخیستنې اوبه پرته له ځنډه ترځمکو رسیږي او تمه ده، چې په دې سره به یې حاصلات هم ښه شي.

کارکوونکو او ځوانانو له اسلامي امارت څخه مننه کړې، چې ورته یې د کار زمینه برابره کړې.