د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، کاپیسا کې د اوبو سرچینو د ساختماني پروژو چارې د ۱۱ میلیونه، ۶۸۷ زره او ۷۰ افغانیو په لګښت د دې ولایت مرستیال والي شیخ اسدالله سنان، د اوبو او انرژۍ رییس انجنیر کاوه خروش، د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام استازی ډاکټر غلام مرتضی خاشع او یو شمېر نورو سیمهییزو مسوولینو په شتون کې پیل شوې.
د وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې ۵۶۰ متره استنادي دیوالونه، د سیند څنډو د ټینګښت سنګ کاري، سربند او کانال شامل دي، چې شپږ پروژې یې د کاپیسا ولایت په تګاب او یوه پروژه په نجراب ولسوالي کې پلي کیږي.
یاد وزارت زیاته کړې، د دغو پروژو د چارو په بشپړېدو سره به کرنیزې ځمکې او استوګنیز کورونه د سیلابونو له ګواښونو څخه خوندي او د اوبو سرچینو د مدیریت په برخه کې بسنټيز رول ولوبوي.
د یادونې وړ ده، چې یادو پروژو چارې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام( یو، این، ډي، پي) دفتر په مالي لګښت د کاپیسا د اوبو او انرژۍ ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، چې چارې به یې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

