د پوهنې وزارت وايي، چې د خصوصي زده کړو بنسټونو د اداري او تدریسي وضعیت ارزونې په موخه بلخ ولایت ته د خصوصي زده کړو رییس مولوي عبدالرحمن حمیدي او ورسره مل پلاوي سفر کړی.
د خصوصي زده کړو رییس د بلخ له پوهنې رییس مولوي عبدالجلیل شهید خېل سره په کتنه کې یاد ولایت ته د خپل سفر موخه څرګنده کړې او د پوهنې ریاست له مشرتابه یې غوښتي، چې د خصوصي زده کړو له ښوونځیو او بنسټونو څخه د لیدنې او څارنې په برخه کې ورسره همکاري وکړي.
د بلخ پوهنې رییس د خصوصي ښوونځیو د ارزونې او کنټرول په موخه، د ورغلي پلاوي له سفر څخه خوښي څرګنده کړې او د څارنې بهیر یې د پوهنې د کیفیت د ودې او ښه والي په برخه کې یو مثبت ګام بللی.
مولوي عبدالجلیل شهید خېل د پوهنې وزارت له لوري ورغلي پلاوي ته د هراړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی.
پوهنې وزارت، بلخ ته د خصوصي زده کړو بنسټونو د اداري او تدریسي وضعیت ارزونې په موخه پلاوی استولی

