ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

حاجیانو ته د حج له لګښتونو نه پاتې پیسو د ورکړې لړۍ پیل شوه

 د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په ۱۴۰۲ کال کې حاجیانو ته د حج له لګښتونو نه د پاتې شویو پیسو د ورکولو لړۍ پیل کړې.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست شېخ الحدیث دوکتور نور محمد ثاقب ویلي؛ د اسلامي امارت په استازیتوب هېوادوالو ته ډاډ ورکوم، که د دوی یوه افغانۍ هم له مونږ سره پاتې وي بېرته به ورکړل شي.

نوموړي زیاته کړې؛ سږ کال په ټولیز ډول له حاجیانو څخه۱۱۵ میلیونه۱۷۳ زره ۵۴۹ او ۲۸ سېنټه ډالر ټول شوي وو، چې له دې جملې څخه۱۱۲ میلیونه دوه زره ۸۵۸ او ۲۹ سېنټه ډالر مصرف شوي او درې میلیونه ۱۷۰ زره ۶۹۰ او ۹۹ سېنټه اضافه شوي، چې په دې اساس به هر حاجي ته ۱۰۸ ډالر او ۴ افغانۍ بېرته ورکړل شي.

شېخ الحدیث دوکتور نور محمد ثاقب په وینا؛ مونږ ډېره هڅه کړې څو د حج لګښتونه کم کړو، خو د تېر کال په پرتله سږکال د حج پروسې د ځینو خدمتونو په بیو کې زیاتوالی راغلی وو.

ښاغلي ثاقب له حاجیانو څخه غوښتنه کړې، چې سر له سبا ( چهارشنبه، ۲۲ وږي ۱۴۰۲) څخه په مرکز کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او ولایتونو کې اړونده ریاستونو ته مراجعه وکړي، څو له هغه ځایه پر بانکونو باندې د پاتې پیسو اخیستلو مکتوبونو واخلي او خپلې پیسې ترلاسه کړي.