اسلامي امارت د رياستالوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د یونیسف اجراییوي مرستیال او عملیاتي مدیر ښاغلي تد چایبان سره وکتل.
په دې کتنه کې ښاغلي تد چایبان د اسلامي امارت په ترسره شويو مثبتو کارونو د خوښي څرګندولو ترڅنګ د یونیسف او د اسلامي امارت ترمنځ همکاریو په زیاتوالي ټینګار وکړ.
نوموړي په افغانستان کې د یونیسف پراختیایي ستراتیژي پلان ته په اشارې څرګنده کړی، یاد سازمان کوښښ کوي په دې هېواد کې د سیمهییز اقتصاد او داخلي تولیداتو ملاتړ او د هغو تولیداتو چې د ماشومانو د خوارځواکۍ لامل کېږي مخنیوی وشي.
د یونیسف اجراییوي مرستیال له پوهنې او راستنو شویو کډوالو سره د یاد سازمان د مرستو د دوام ډاډ ورکړی.
نوموړي وویلي:« انکشاف او د اقتصادي برنامو پراختیا زموږ په کاري لومړیتوبونو کې دی او کوښښ کوو چې راستنو شویو ته کاري زمینې برابرې کړو.»
ورته مهال، مولوي عبدالسلام حنفي د یونیسف اجراییوي مرستیال او عملیاتي مدیر ښاغلي تد چایبان او مل پلاوي سره د کتنې هرکلی کړی.
ښاغلي حنفي له افغانانو په ځانګړي ډول له ګاونډیو هېوادونو څخه را اېستل شویو کډوالو سره د یونیسف د همکاریو قدرداني یې کړې.
نوموړي په وروستیو میاشتو کې د راستنو شویو مهاجرینو د شمېر زیاتوالي او د هغوی چارو ته د رسېدنې په موخه د اسلامي امارت اقداماتو یادونه کړې ده.
د ریاستالوزرا اداري مرستیال له یونیسف او نورو مسوولو نړیوالو بنسټونو یې وغوښتل چې د کډوالو د دایمي استوګنې او د کوربه هېوادونو له لوري د هغوی د حقونو تامین ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

