لغمان کې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، چې د علینګار ولسوالۍ اړوند سنګر سیمه کې د اوه زره ډالرو په ارزښت د څارویو لپاره یو باب حیواني روغتون جوړ او ګټه اخیستنې ته سپارل شوی.
دغه روغتون د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې (DCA) موسسې په مالي ملاتړ جوړ شوی.
یاد روغتون د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا امر ډاکټر جواد علیزاده، د علینګار ولسوالۍ د کرنیزو چارو د ترویج مدیر او د هالینډ کمېټې ولایتي مسولینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوی.
د کرنې رییس مولوي محمدولي محسن ویلي، چې موخه یې د یادې پروژې څخه د سیمې مالدارانو ته د څارویو د روغتیا په برخه کې د اسانتیاوو برابرول دي.