ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پاکستان او هندوستان ته د څه باندې ۱۶ میلیونه ډالرو په ارزښت پروسس شوي انځر صادر شوي

د کرنې ریاست د کرنیزو محصولاتو امر مولوي شمس الرحمن موسی ویلي؛ سږ کال د کندهار د انځرو له باغونو څخه د ۱۵۰ زره میټریک ټنو حاصلاتو اټکل شوی، چې د تېر کال په پرتله لس سلنه زیاتوالی پکې راغلی او کیفیت یې هم د تېر کال په پرتله ښه دی.

د سوداګرۍ او پانګوني خوني مسولین وايي، چې د تېري یوې میاشتي راهیسي یې پاکستان او هندوستان ته د څه باندې ۱۶ میلیونه ډالرو په ارزښت پروسس شوي انځر صادر کړي.