ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بامیان ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه هواره شوه

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ په یوه ترافيکي پېښه کې د رامنځته شوې شخړې له امله جلا شوې دوه کورنۍ د قومي جرګې له لارې بېرته سره پخلا شوې.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو امریت د ولایتي مسوولینو، ځایي مخورو، علماوو او متنفذینو په ملتيا لومړی له ښکېلو کورنیو سره جلا جلا ناستې وکړې، هغوی یې سولې ته چمتو کړل او وروسته یې د یوې منصفانه پرېکړې پر اساس ترمنځ د پخلاینې لاسونه ورکړل.

د یادونې وړ ده، چې دغه شخړه د یوې ترافيکي پېښې له امله راپورته شوې وه، چې په پایله کې یې د یوې مېرمنې په ګډون دوه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.