ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د حاجيانو د معلمينو قانون توشېح او په رسمي جریده کې خپور شو

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت، د حاجيانو د معلمينو قانون او د خیښۍ، ودونو، مصیبتونو او همداراز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمان د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د ذوالحجة الحرام د میاشتې په ۴مه نېټه په ۱۴۶۷ ګڼه رسمي جریده کې خپور کړ. 

د حاجیانو د معلمینو په قانون کې چې په دې جریده کې خپور شوی یوه مقدمه، دوه بابونه، درې فصلونه او ۳۶ مادې شاملې دي چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت یې د پلي کولو مرجع ده.

په دې قانون کې د حاجیانو د معلمینو د تقرر شرطونه، په افغانستان کې دننه او له سفر څخه مخکې، په هوايي میدانونو، په سعودي عربستان او د حج د مراسمو په جریان کې او افغانستان ته د راستنېدو پر مهال د هغوی مکلفیتونه او دندې یادې شوې دي.

د یاد قانون په اساس د حاجیانو معلمین مکلف دي چې د حاجیانو نظم وساتي، د بعثې ټولو مسولینو سره اړین معرفت، همکاري او همغږي ترسره کړي او د سفر له پیل څخه تر پای پورې د حاجیانو ټولې ستونزې حل کړي.

دغه‌راز د حاجیانو لپاره د حج مناسکو اړوند د حکمونو تشریح، د مناسکو د اداکو کولو د څرنګوالي تشریح، د شرعې خلاف عملونو په هکله پوهاوی ورکول او نور مهم موارد د حاجیانو د معلمینو له نورو مکلفیتونو څخه دي چې په دې قانون کې یاد شوي دي.

همداراز په ۱۴۶۷ ګڼه رسمي جریده کې د خیښۍ، ودونو، مصیبتونو او همداراز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمان هم خپور شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې هېوادوال کولی شي د رسمي جریدې دغه ګڼه په چاپ شوې بڼه د عدلیې وزارت د خپرونو او عامه اړیکو له ریاست څخه او په برېښنایي (پي ډي اف) ډول د عدلیې وزارت د ویب‌پاڼې د حکمونو او قوانینو له ډیټابیس څخه ترلاسه کړي.