ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تخار کې د واټرشیډ پینځو پروژو چارې پیل شوي

د تخار ولایت په چاه اب ولسوالۍ کې د ۳۸۰ زره امریکایې ډالرو په ارزښت د ۲۰ واټرشیډ پروژو له جملې څخه د پنځو پروژو عملي چارې د اف، اي، او دفتر په مالي ملاتړ پیل شوي.

یادې پروژې د تخار ولایت د دشت قلعې ښکتني پنج سیندیزې فرعي حوزې او د ناروي کمیټې په همغږۍ سره پیل شوي، چې پکې ګڼ شمیر هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

 یادې پروژې به په دغه ولسوالۍ کې د کرنیزو ځمکو په خړوبولو، د سیلابونو په مخنیوي او د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې په برخه کې رغنده رول ولري.