په تهران کې د اسلامي امارت سفیر مولوي فضل محمد حقاني د ایران د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو له عمومي رییس علي اکبر نظري سره لیدنه کړې.
تهران کې د افغانستان سفارت وایي، په دې لیدنه کې د دوهاړخیزه همکاریو په ځانګړي توګه د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت او د افغانستان د سفارت ترمنځ پر لازیاتې همغږۍ خبرې شوې دي.

